Asiatype Pashto Browser Supports

Download Instructions
Our pages have been designed to work on both Internet Explorer 5.0 and above and Netscape 4.0 and above.
If you already have one of these browsers you will need to download and install our Pashto Browser Supports to read our Pashto text.
Please waith until following dialog pop up.
When prompted, click YES.
Read and accept the licence agreement, and the Asiatype Pashto Browser will be installed that will enable you to read the text correctly.
You may need to restart your computer in order to complete the installation.

لېوال پښتو او افغاني مطبوعات انټرنت ته يوړل
انټرنټ د هر چا لپاره دى، د انټرنټ له پاره د لېوال د نويو پروګرامونو په مرسته به اوس د پښتنو لپاره هم ډېر څه پيدا كړي. انټرنيټ د هر چا لپاره داسې يو ټكى باندې ليكنه كول سړى دى ته اړ كړي چې لوستونكې ته يو لست د كتابونو او ورسره د انټرنټ د ډېرو پاڼو پتې وركړي چې هر چا ته د هغه د مسلك او خوښې سره سم ځاى وروښي، زما دا ليكنه به تاسې ته انټرنټ لنډ دروپيژني او بل دا چې زموږ خپرونې، لكه ورځپاڼې، مجلې، كتابونه، او د كاروبار معلومات په پشښپخپله ژبه څنګه انټرنټ ته اچولي شو، او اوس چې موږ كوم غواړو افغانى خپرونې انټرنټ ته يو په زړه پورې معلومات دركړم چې تر اوسه به تاسې نه وي لوستلي.

راځي چې انټرنيټ وپيژنو، دا د هغې نړيوالې نيټورك يا شبكې نوم دې چې په ټوله نړۍ كې يو كمپيوټر له بل سره تړي، او معلومات (معلومات څخه موخه ده ليكنه، غږ، انځور، پروګرامونه او داسې نور) له يوه كمپيوټر څخه بل ته ليږدولو او راليږدولو كې مرسته كوي.

موږ خپل كمپيوټر له انټرنيټ سره د ټليفون، مخابرې، سپوږمكيو يا سټلايټ او يا مزيو له لارې د چا اتڼرنټ اسانتياوركوونكې كمپنۍ له سيسټم سره "پرليكه يا وصل" كوو. همدارنګه دفترونه، شركتونه، ملكى او دولتي ادارې خپل كمپيوټرونه لومړې په خپل منځ كې سره تړى چې انټرانټ يا "لوكل ايرا نټورك" ورته وايي، چې د ځانګړيو مزيو يا كيبلونو او نورو مخابراني وسيلو په مرسته يو له بل سره "پرليكه" كېږي، او بيا خپله وړه نيټورك د انټرنټ سره تړى، چې په يوه وخت د شبكې ټول غړى كمپيوټر له انټرنټ سره "پرليكه" شي، دلته ټول د انټرنټ كلبونه چې موږ تاسې كار ورڅخه اخلو لومړي يې خپل كمپيوټر يو بله سره پرليكه كړى او بيا د يوه موډيم په واسطه ټوله نيټورك د ټيليفون په مرسته انټرنټ سره تړي كړي.

كله چې موږ وغواړو يو خپل ځانګړي كمپيوټر يا خپل انټرانيټ د انټرنيټ له نړيوالې شبكې سره وتړو، نو موږ لومړى خپلې شبكې او يا كمپيوټر ته يو نوم وركوو، د بيلګې په ډول www.liwal.com او بيا په نړيوال كچه د انټرنيټ په نيټورك كې نوم liwal ثبتوو. دثبت څخه روستو بيا زموږ خوښه ده جې خپل كمپيوټر او يا نيټورك شپه او ورځ د انټر نيټ سره پرليكه ساتو او كه كله ناكله ورسره پر ليكه كيږو.

دځانګړي كمپيوټر او يا ا نټرا نيټ شپه او ورځ دانټرنيټ سره په ليكه ساتل د ډيره ګرانو مخابروي وسيلو لكه سپوږمكيو يا سټلايټ او يا د يوه هيواد څخه بل هيواد ته د مخابراتو د ډير لګښت له امله ديو كس او يا دفتر د وس خبره نه ده، نو په نړيواله كچه په هر هيواد كې دغه كار د انټرنيټ اسانتياوركوونكې كمپنۍ په غاړه اخلي. دغه كمپني،اسانتيا نورو ته د هغو د اړتيا سره سمه برابروي او دغه لګښت په ډيرو خلكو وويشل شي چې په لګښت كې ډير كمې راولي.

د انټرنيټ اسانتيا كه څه هم په ډيرو ډولونو كاريدلاي شي خو بريښناليك يا "ايميل" او بل يې www يا "د ټولې نړۍ نړيوال جال" ډېر كارول كېږي. د بريښناليك په مرسته معلومات د يوه كمپيوټر څخه بل ته د"انټرنيټ"د اسانتيا وركوونكى "كمپنۍ"له لارې په ځايي،ملي او نړيواله كچه ليږل او راوړل كيږي او د www په مرسته موږ معلومات په ويبپاڼو يا "ويبپيج" كښې ږدو چې هر شيبه د ګردې نړۍ څخه يې هرڅوك او يا ډېر كسان په هم هغه شيبه ترلاسه كولاى شي.

انټرنيټ د نن څخه 30 كاله پخوا د امريكا د متحده ايالتونو د دفاع د څانګې له نورو اړوندو اداروسره پر ليكه كولو څخه وزيږيده چې ډير پروګرامونه ورته جوړ شوي او لا جوړيږي چې د ټولو پروګرامونو لسټ راوړل پوره كتاب ته اړتيا لري، يا دا چې انټرنيټ څه دې سوال ته ځواب ويل ځكه ګران دى چې وخت په وخت پر انټرنټ نوى نوى اسانتيا راوځي. كه څو كاله مخكښې وګورو نو د انټرنټ پيل كې يواځې پيغام ورباندې ليږل كيده، بيا وپبپاڼو لوستل راغلل اواوس خو ټليفون، تلويزيون، راډيو او هرڅه ورباندې راغلل. مخكې مووويل چې انټرنيټ د هيچا ندې او د هر چا دې، هر څوك پخپله خوشه برخه په كې اخستلاي شۍ. انټرنټ ديوي لويې لارې غوندې دى چې ساتونكې لري خو بادار نه لري، چې يوازې په خپل ځان پورې يې وتړي.

15 كاله مخكښى انټرنيټ د يو څو كمپيوټرونو تر مينځ يو ډلګۍ وه چې تكړه كمپيوټرپوه كسانو كاروله خو نن په نړۍ كښى داسې هيوادونه شته چې انټرنيټ يې په تمځايونو كښې د سړك غاړو ته راوستې چې ډېر ساده وګړي يې هم د انتظار په وخت ورڅخه د كار، مسلك، سوداګرۍ، د ځان خبرولو، زده كولو، ملګري پيداكولو يا ځان ته په كښې كار لټوي. ګرانه لوستونكيه انټرنيټ خو ستا لپاره ډيرګټور دې:

-كه ته يو خبرلو څ يا ژورنالست يې ځان او نړۍ باخبره ساتى. -كه ته د ساينس استاذ يې نوى ساينسي كتابونه ليكى او معلومات وركوي. -كه ته زده كونكې يې او اسانه زده كړه كوې. -كه ته يو تكړه او ځيرك عالم يېكولاى شي د قران عظيم شان او نبوي احاديثو خداى پيغام بشر ته ورسوي، اود نړۍ په ګوټ ګوټ كښې تياره زړونه ورباندې روښانه كړې. -كه ته يو سوداګر يې په ټوله نړۍ كښې اخستل او خرڅول كوي.

همدارنګه انټرنيټ هر چاته دا اسانتيا وركوي چې لكه په يوه بيړۍ كښې سره وګوري او دا هم كيداى شي چې پر هر مسلك يا موخه نړيوالو سره خبرو اترو كښې ونډه واخلې، اوكه په كومه موضوع د خبرو اترو ځاى نه وي نو خپله يې جوړولاى شې، چې په يوه وخت د نړۍ د ډيرو هيوادو څخه په يوه موضوع خبرى اترې وكړاى شې.

يو ژونالست كولاى شي چې د نړۍ د خبرونو پاڼو ته لاړ شي ځان خبر كړي او خپله خبره نورو ته وكړئ، يوطالب العلم كولاې شي چې په زرګونوكتابونه ټكي پر ټكي ولټوي. د پاى ټكى به يې دا كړم چې پرانټرنيټ هغه څه كولاې شۍ چې پرته د انټرنيټ څخه يې اټكل هم ګران وي. "انټيل كمپني" د كمپيوټر د مغزو جوړولو تر ټولو غوره كمپني ده او د دوى ناره ده "كه په ژوند كښې يې ناشونې اټكلوي نو پر انټرنيټ يې وكړه".

د پورتنيو څو بيلګو پر ځاى كه زه د ټولې د انټرنيټ اسانتياوې يادوم دا به ډير ستر كتاب شي، او دكتاب تر بشپړولو مخكې به هغه معلومات نور زاړه وي، د انټرنيټ يو ښه والې داهم دې چې معلومات تازه ساتي. په رښتيا انټرنيټ د هر چا لپاره ډېر څه لري، انټرنيټ د هيڅ چا نه دې او تر اوسه پرې د هيڅ چا باداري نشته، تر ټولو غوره يې دا چې هر څه ستا په خوښه كاركوي، ته كولاې شې چي گ لږيا ډيروخت پرې كار وكړې او لاندې كارونه ورباندې ترسره كړي:

-كله ناكله ځان خبروي او يا د ملګرو سره اړيكې ساتې.
- دخپل كار او مسلك په اړه خبرواترو كښې برخه اخلې.
- هرڅه دي چې خوښ نه وي يا د نيوكې وړ وي په ټك سره ترې تيرشه،او يا ورته ټنګه ملاوتړه او هرغلط سره ډغره ووهه، لنډه دا چې د معلوماتو په ډېرو سركشو او ډبرينو غرونو كښې د خپل خيال او فكر وزلرونكي نيلى په كښې زغلولي شي. د مشكلاتو له تورو ديوانو نه د برى ښكليو او ګلاليو ښاپېرو ته ځان رسولاى شې.
-كه غواړې خپله ليكنه،مجله،ورځپاڼه، شعرونه، دكاروبارپه باره كښې معلومات نړۍ والو ته په كم لګښت وړاندې كړې نو اسياسافټ ته راشه، د كيبورډ په يو څو تڼيو وهلو سره به ستا ليكنه د انټرنټ بې پايه سمندر كښې بې خطره لامبو ووهي، او د مطلب مرغلرې به ترلاسه كړي.


نن موږ ډېر خوښ يو چې ستاسو په دعاګانو مو پښتو د كمپيوټر څخه روستو اوس انټرنټ ته وليږدوله، او ددې جوګه شو چې هر ډول ليكنه ټولې نړۍ ته ورسوو، دعا كوى چې د ټپو ژبه دا د سيلابونو او څپو ژبه په هر ډګر كښې د نړۍ د پرمختلو ژبو سياله شي، امين.

دادىگ موږ د پښتو او دري ژبو كمپيوټرته وړلو څخه وروستو په دې وتوانيدو چې پښتو انټرنيټ ته په ليكلي ډول يوسو، اوس ددغه پروګرم په مرسته موږ ستاسې ليكنې، كتابونه، مجلې، ورځپاڼې، د انټرننټ ته وراچوو، كه تاسي د انټرنټ لپاره زموږ پروګرام ترلاسه كړئ دغه كار پخپله هم كولاى شئ.

موږ د خپلې ژبې سره د مينې پر بنسټ د كتاب يوه پاڼه په لس روپۍ انټرنټ ته اچوو چې په بازاركښې يي له پنځوسوو څخه تر يو نيم زر روپيو پوري اچوي. موږ ورځپاڼه د ميا شتې په پنځه زره، اونيزه جريده دمياشتې په دري نيم زره، مياشتنۍ جريده په دوه زره، د مجلې يوه ګڼه په درې زره انټرنټ ته اچوو.

اوس به پر انټرنټ د پښتو ژبې اچونې پر تاريخ لږې خبرې وكړو. څوكاله وړاندې پښتو ليكنې انټرنيټ ته په ليكل شوې بڼه نه وړل كيدې د وړلو تر ټولو غوره طريقه لومړى ليكنه تصوير ته اوړول كېږي او بيا انټرنيټ ته اچول كيږې، ددغې لارې نيمګړتياوې دا دي چې په را ښكاره كيدو كې ځنډ كوى او بل دا چې په تصويرې ليكنه كې سمون نه كيږي، د متن يو ځاى نه بل ځاى ته وړل هم ناشونې دى او په انټرنيټ يې لټون هم نه شي كيداي.

بله لاره د پښتو ليكنو PDF ته اړول دى چې ددغو ويبپاڼو پرليكه يا "اّن لا ئن" كتل هم ځنډمن وى خو د تصوير څخه ژر راځي، د هغو خپرونو لپاره دا لاره ډېره ښه ده كومې خپرونې چې ډېرو كسانو ته پر انټرنټ ليږل غواړو، همدارنګه PDF ته اړول شوې ويبپانې كه موږ پر انټرنټ كيږدو چې د كتو څخه يې مخكې كتوونكى خپل كمپيوټر ته راكوزه كړى، او بيا يې ولولي په وخت او د انټرنټ په لګښت كښې ډېره سپما راولي، ددغې طريقې ګټې دادي چې PDF شوې ليكنه د وړيا "اډوب اكروبټ ريډر پروګرام" په مرسته د نړى په هر كمپيوټر كښې په همهغه ډول لوستل كيداى شي څنګه چې تاسې تياره كړى وه. انټرنټ ته د اچولو او راكوزولو هم په لږ وخت كښې كيږي. راكوزو شوي معلومات هروخت په كمپيوټر كښې ډېر كم ځاى نيسي او هر وخت يې په يوه كيفيت ليكلى شي، تر ټولو ګټور توب يې دادى چې د ورځپاڼې يو يا دوه مخونه په يوه پاڼه كښې راوستلي شې چې ، داسې ښكاري لكه چې ټوله ورځپاڼه دى نيغ په نيغه كمپيوټر ته ننويستي وي، او بيا په هره اندازهې چې وغواړې ليكنه وړوكې كولاى او غټ ولي شي. نيمګړتيا يې داده چې د كتلو وړ، سمونه او اخستنه ورڅخه نه كيده، كه څه هم دغه لاره هم فايلونه ډير وړوكي كوي دا لاره هم اسيا سافټ د نن څخه درې كاله پخوا را ايستلې او د تخنيك پوهنې په دويمه ګڼه كې پوره خپاره شوي.

دريمه طريقه د ځينو پر داسې پښتو پروګرامونو په مرسته ويب پاڼې جوړول دي چې د هغو پروګرامونو جوړښت د انګريزى الفبې پر بنسټ جوړ شوى، ددغو پروګراموتر ټولو لويه ستونځه داده چې د پاڼې دكتو څخه مخكې به د كار شوي پروګرام خط يا فنټ خپل كمپيوټرته راكوزول وه او بيا به هغه په خپل كمپيوټر كې مميا نسبت غواړي چې دغه كار د كمپيوټر سره تجربه لرونكي كولاې شي خو ډير به د پاڼې په ليدو كې بريالي هم نه شو. زه ددې نوې طريقې سره ټولې هغه طريقې چې پورته ذكر شوى غوره ده د ليكنې تصوير ته اړولو، فنټ راكوزولو ته اړتيا نشته، او ورسره ليكنه د عامې انګريزى په شان تاسې د اّسيا سافټ پښتو پروګرامونو د وينډوز 95-98 ميلن او دوه زره كې لوستلې،چاپولې، او سمون څخه روستو بيا انټرنيت ته اچولې او يا بل ملګري ته ليګلې شۍ.

د اّسيا سافټ نوي پروګرام او انټرنيټ له پاره د ځانګړو خطونو په مرسته پښتو اوس انټرنيټ په بشپړ ډول وخته چې دغه پروګرام پر دوو برخو ويشل شوى:

لومړى: داسيا سافټ پښتو او دري سيسټم د انټرنيټ سرور لپاره دغه پروګرام به تاسې په خپل هغه كمپيوټر كې سمبالوۍ چې تل انټرنيټ سره په ليكه وى نو هر څوك چې ستاسې سرور ته راشي دغه پروګرام به هغه ته پښتو سيسټم ورپيژني او پښتو به لولي.

دويم: د ويب پاڼو لپاره ځانګړې فنټونه او پښتو ته داړونې سيسټم به تاسو تر لاسه كوۍ چې كله خپله ويب پاڼه جوړه كړۍ مخكې له دې چې انټرنيټ ته يې واچوۍ دغه پروګرام به يې پښتو له پاره په اتوماتيك ډول تيارى كړي او بيا به يې تاسې دستالو ځاي ته ورواچوۍ چې هر څوك ستاسو ويب پاڼه به ځي په پښتو كې ورپيژنى او كتونكى ته د پښتو په پروګرام اړتيا نشته.

ن. ر. ليوال، د اسياسافټ مشر، د پښتو پروګرامونو جوړولو د هيواد نامتو كمپيوټر پوه دى، ډېر پروګرامونه يې زموږ ملي ژبو لپاره جوړ كړي دوي، ده سره تاسو په پيښور كې په ټليفون لمبر 844974 او يا 40706 يابريښنا ليك asiasoft@liwal.net اړيكې نيولې شۍ او يا هم پر انټرنيټ ددوى پاڼه www.liwal.com كتلې شۍ