https://www.mahasib.com
ضروری
نمایش بیشتر...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
ښاغلى نور رحمان لېوال، د پښتو ژبې لومړنۍ پروګرام پښتوملاتړ د ورډپرپيکټ  ٥٫١ لپاره پرانستې غونډه کې د وينا په حال کې
لېوال اسياسافټ پښتوملاتړ د ورډپرپيکټ بياسمون ٥٫١ لپاره
د لېوال اسياسافټ پښتوملاتړ په ١٣٧٢(١٩٩٤) کې د ورډپرپيکټ بياسمون ٥٫١ لپاره جوړ شو چې د هغه وخت ترټولو غوره ليکنيز يا ورډپروسيسنګ پروګرام ورډپرپيکټ ٥٫١ بياسمون يې ددې جوګه کړ چې پښتو توري ټايپ کړي، په ښودان يا مانيټور يې وښيي او په هره کچه چاپول يې شوني کړي. دغه پروګرام د پښتو ليکنو لپاره په ځايي او نړيواله کچه کاريده.

د اشياټايپ نوم سودګريزي نښې لاندې په لومړي ځل لېوال ٨ پښتو ټروټايپ ليکبڼې يا پنټونه پروګرام کړل چې په هره کچه د متن چاپلو سره يې د پښتو او دري ژبو لپاره په لومړي ځل انقلابي پرمختګ په افغانستان، پښتونخوا او نړيوال کچه منځ ته راوړ.
په هغه وخت کې به د لاسي ختاتي (خطاطي) په مرسته لسګونه پښتو کتابونه په ډېر کړاو چاپېدل، خو د مهاجرت په وخت کې له ډېرو کمو امکانانو سره لېوال وتوانېده کمپيوټر ددې جوګه ګړې چې پښتو وليکي. د لېوال پښتو کمپيوټري پروګرامونو رامنځه ته کړي چې خپرندويه ټولنې ددې جوګه کړې چې دغه شمېر زرګونو کتابونو ته ورسوي. د دانش خپرندويه ټولنې مشر اسد الله دانش وايي د لېوال پروګرامونو په مرسته " څو کاله مو د ورځې يو کتاب چاپ کړى په هغه کې دولس سوه مخه کتابونه هم شامل ول".
همدارنګه دغه پروګرام د افغاني ټولې هره برخه کې مرسته وکړه په ګډون د حکومتولۍ، زدکړو او کاروبار کې يې ستر پرمختګونه رامنځته کړل. ددغه لېوال اسياسافټ پښتوملاتړ د ورډپرپيکټ بياسمون ٥٫١ لپاره ژوند په ١٣٧٨کال کې پاى ته ورسيد. که تاسې په دغه پروګرام کې ليکنه لرئ د اړولو لپاره يې کولاى شئ موږ سره اړيکه وکړئ.
تصاویر بیشتر
خوش آمدی
خريداری
شرح
مجموعه

کړنلار سمبال کړئ
هیچ موردی ندارد
جمع کل
0
حمل
مجموعه
0
کارولو وړتيا
 - پرمټ - 
محاسب کې جوړ شوى