پوستکالي
اسياسافټ د لېوال شرکت د پوستکاليو پنځونې څانګه ده چې ١٣٦٧ کې د مهاجرت په وخت کې يې د ښاغلي نوررحمال لېوال لخوا په پېښور، پښتونخوا کې بنسټ کېښودل شو او له هغه وخت څخه جايزې ګټلي پروګرامونه جوړوي، چې وګړو، ادارو او دولتونو په پرمختګ کې مرسته کوي.
همدارنګه لېوال شرکت په هېواد او له هېواد څخه بهر د خپلو اړوند کمپينو په مرسته د نورو نړيوالو پوستکاليو کمپنيو د لايسنس او اسلي(اصلي) پروګرامونو لومړى درجه بياخرڅلاو، واکوال بياخرڅلاو، ويشونکى يا يوازنى ويشونکى دى.