تړاو کاپي کاپي شو
لېوال څېړنيز لابراتوار، د لېوال شرکت پروژه
لېوال څېړنيز لابراتوار چې د لېوال شرکت يوه پروژه ده، ددغې پروژې ستره موخه په افغانستان کې د پوهنتونو، پوهانو او نورو اړوند لوريو سره په کډه کار کول او په هېواد کې د واکسين او درمل جوړولو وړتيا رامنځته کول دي. زموږ له څېړونو وروسته څرګنده شوه چې هېواد کې پوهان شته چې تخنيکي وړتياوې لري او د هېواد اړتياوي په هره برخه کې پوره کولاى شي، خو پانګه، څېړنيز،اداري او کاروباري چاپيرايل نه ښتون ستونزه ده. نو ځکه لېوال شرکت د پانګوني، څيړنيز، اداري او کاروباري چاپيريال برابرولو او بازارموندي برخو مسوليت ته اوږه ورکړه ترڅو پوهان په تخنيکي چارو تمرکز وکړى شي. ددغې پروژې لومړۍ چاره د لېوال کرونا څېړنو مرکز جوړول دي، ددې لپاره د کابل پوهنتون ميکروبيلوژي څانګې سره تړون وشو چې ددوي لابراتورونه او وړتياوي به د لېوال څېړنيز لابراتوار لپاره کاريږي او لېوال شرکت به د پانګې، تخنيکي وسايلو، څيړنيزو توکو، اداري، مالي او کاروباري چارو مسئوليت پر مخ وړي. لاسته راوړنې به د لېوال شرکت ملکيت وي چې له ګټې څخه به يې ٣٠ سلنه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په پروژه کېد بنسټيزو يا کليدي چارې تړون ورسره شوى وي. د پروژي موخي لنډ محاله موخي لومړى چاره د کرونا له ټيست مرکزنو څخه د مسبتو پايلو راټولول او په افغانستان کې د کرونا وايرس ډولونه مالومول او په دغه برخه کې له مرکزونو تخنيکي همکاري کول. دويمه چاره هېواد ته چې کوم واکسين راوړل کېږي د هغه څېړل، ګټو او زيانونو يې ولس خبرول. دريمه چاره د کرونا ټيست مرکزونو وړتياوې لوړول، لکه د پرسونل روزنه ،ارزونه او ستاينه کول. پورتنۍ درې چارې به موږ ددې جوګه کړي چې په پايله کې د واکسين جوړولو وړتيا ترلاسه کړو. اوږد مهاله موخه په هېواد کې د واکسين او درملو جوړولو وړتيا پيدا کول. ټول هېوادوال په دغه برخه کې پانګونې ته رابولو، د پانګونې شرتونه د ګټې او زيان پر بنست ترسره کېږي، د نورو مالوماتو لپاره بوديجه، ګټې او زيانونه پاڼه وګورئ.
تړاو کاپي کاپي شو
لېوال څېړنيز لابراتوار
لېوال څېړنيز لابراتوار چې د لېوال شرکت يوه پروژه ده، ددغې پروژې ستره موخه په افغانستان کې د پوهنتونو، پوهانو او نورو اړوند لوريو سره په کډه کار کول او په هېواد کې د واکسين او درمل جوړولو وړتيا رامنځته کول دي. زموږ له څېړونو وروسته څرګنده شوه چې هېواد کې پوهان شته چې تخنيکي وړتياوې لري او د هېواد اړتياوي په هره برخه کې پوره کولاى شي، خو پانګه، څېړنيز،اداري او کاروباري چاپيرايل نه ښتون ستونزه ده. نو ځکه لېوال شرکت د پانګوني، څيړنيز، اداري او کاروباري چاپيريال برابرولو او بازارموندي برخو مسوليت ته اوږه ورکړه ترڅو پوهان په تخنيکي چارو تمرکز وکړى شي.

ددغې پروژې لومړۍ چاره د لېوال کرونا څېړنو مرکز جوړول دي، ددې لپاره د کابل پوهنتون ميکروبيلوژي څانګې سره تړون وشو چې ددوي لابراتورونه او وړتياوي به د لېوال څېړنيز لابراتوار لپاره کاريږي او لېوال شرکت به د پانګې، تخنيکي وسايلو، څيړنيزو توکو، اداري، مالي او کاروباري چارو مسئوليت پر مخ وړي. لاسته راوړنې به د لېوال شرکت ملکيت وي چې له ګټې څخه به يې ٣٠ سلنه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په پروژه کېد بنسټيزو يا کليدي چارې تړون ورسره شوى وي.

د پروژي موخي

لنډ محاله موخي

لومړى چاره
د کرونا له ټيست مرکزنو څخه د مسبتو پايلو راټولول او په افغانستان کې د کرونا وايرس ډولونه مالومول او په دغه برخه کې له مرکزونو تخنيکي همکاري کول.

دويمه چاره
هېواد ته چې کوم واکسين راوړل کېږي د هغه څېړل، ګټو او زيانونو يې ولس خبرول.

دريمه چاره
د کرونا ټيست مرکزونو وړتياوې لوړول، لکه د پرسونل روزنه ،ارزونه او ستاينه کول.

پورتنۍ درې چارې به موږ ددې جوګه کړي چې په پايله کې د واکسين جوړولو وړتيا ترلاسه کړو.

اوږد مهاله موخه
په هېواد کې د واکسين او درملو جوړولو وړتيا پيدا کول.

ټول هېوادوال په دغه برخه کې پانګونې ته رابولو، د پانګونې شرتونه د ګټې او زيان پر بنست ترسره کېږي، د نورو مالوماتو لپاره بوديجه، ګټې او زيانونه پاڼه وګورئ.