https://www.mahasib.com
ضروری
نمایش بیشتر...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
لېوال انډرايډ ملاتړ ١٫٣
لېوال انډرايډ ملاتړ ٫٠ ١ په ٢٠ غبرګولي ١٣٩٣ د انډرايډ سيسټم پکچه د پښتو او دري ليکلو وړتيا راويسته، چې په هېواد او نړيواله کچه په لسګونو زره مينوالو وړيا ښکته او د خپلو انډريوډ الو کې د پښتو ليکلو لپاره ورڅه ګټه پورته کوي.

د لېوال انډرايډ ملاتړ ۱.۱ کې پښتو کليميو خپلچارسمون چې د پښتو سم ليکلو کې مرسته کوي او په اسانه د انګرېزي کيبورډ ته اوړيدل ور ډېر شول. لېوال انډرايډ ملاتړ ۱.۲ کې د ليکمن پوستغالى ور زيات شو چې د ليکمن سمبالښت يې اسانه کړ او د پشه ايى ژبې توري ور ډېر شول.

د لېوال انډرايډ پښتو ملاتړ د انډرايډ لپاره له ګوګل پلې څخه وړيا ښکته کړئ.

بياسمون ۱.۳ د ٢٠٢١ پښتو ورځ په مۍ ٢٩م باندې خپور شو چې په هغه کې اموجي، نورې علامې، غټو تڼيو او ټابلېټ لپاره سمون ور ډېر شول.

د يادونې وړ ده چې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت ادعا لري چې ٩٠٪ د هېواد د ولسي او دولتي کمپينو د جي ايس ايم د اسانتياوو تر پوښښ لاندې دى. سره له دې چې دغه کمپينۍ ميليونونو مشتريانو څخه په ملياردونو ګټه ترلاسه کوي له دغو شرکتونو يوه هم دې ته پام ونکړ چې د بشپړې ګټې اخيستنې لپاره خپلو ګرځنده ټليفون کاروونکو لپاره د ملي ژبې ليکلو وړتيا او مخينه ور جوړه کړي. پداسې وخت کې چې هېواد کې ١٪ څخه کم وګړي انګرېزي ليکلى او لوستلى شي.

د لېوال شرکت مشر ښاغلي نور رحمان لېوال دغه ملي اړتيا يوځل بيا پوره او د لېوال انډرايډ پښتو ملاتړ جوړ کړ چې ټول د انډرايډ چليز سيستم پر بنسټ ټليفونونه يې د ملي ژبو د ليکلو جوګه کړل.

مخينه يا انټرپيس ژباړل غواړي هغه بايد، اترا د مخابراتي پرمختګ پانګې څخه يا د سټنډرډ ادارې، علومې اکاډيمۍ، مخابراتو وزارت او په هېواد کې زرګونه د کمپيوټر او ټکنالوژۍ برخه کې پوهنتونونه، استادان او زدکوونکي وکړي.
د خونديتوب تګلاره
لېوال انډرايډ ليکمن ټول مالومات په اله کې ساتي.
دا مالومات هغه دي لکه نوې کليمې.
د چاروال مالومات نه لېږل کيږي.
خوش آمدی
خريداری
شرح
مجموعه

کړنلار سمبال کړئ
هیچ موردی ندارد
جمع کل
0
حمل
مجموعه
0
کارولو وړتيا
 - پرمټ - 
محاسب کې جوړ شوى