https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
لېوال پوستکالي (ساپټوير)
له ١٣٦٧ز کال څخه راپديخوا "ستاسې ژبه کمپيوټري کوو" چيغې لاندې لېوال شرکت د مالوماتي او مخابراتي ټيکنالوژى اسانتياوې جوړې کړي چې سيستمونه، کمپيوټر، چليز سيستمونه او نامتو کمپيوټر پروګرامونه يې ددې جوګه کړي چې افغاني او سيميزې ژبې لکه پښتو، دري، پارسي، اردو، عربي، هندي او نورو ژبو لپاره کار وکړي، زموږ اسانتياوو د وکړو، ادارو او دولتونو په پرمختګ کې مرسته کړې.
لېوال محاسب غبرګ پېژندکرتوب پوستغالى يا اپ په مرسته د ځيرک ګرځند له لارې سيستم ته په خوندي توګه دننه کېدلاى شئ، د خونديتوب لپاره سيستم بايد ستاسې ځيرک وپېژني او ترهغه وروسته مو دننه کړي. که تاسې د محاسب پرمټ چليدونکو برېښويبځاينو کې چارې ترسره کوئ، ددې پوستغالي يا اپ غوښتنه به کوئ. د پوستغالي کارولو لپاره انډرايډ ځيرک او ګوګل کروم، اوپرا يا پايرپاکس لټونګر يا براوسر ته اړتيا لرئ. اىپون سيستم لپاره ترکار لاندې دى.
نور وګورئ
تړاو کاپي کاپي شو

لېوال محاسب د اداره کولو، حسابدارۍ، لوژيستکي، کاروبار اسانه او بريالى کولو يو نوى ووريز(کلاوډ) کمپيوټري پروګرام دى چې د اداري کتابونو پاڼو ته په ورته جوړښت جوړشوى. ټول سيسټم د ونې په څېر ښاخ پر خاښ کار کوي چې محاسبه، اداره او توکو مديريت د کتابچو په څير ساده او اسانه کوي. سوداګرۍ او حکومتولۍ کې اداري، مالي ،توکو مديريت او پليکه خپرولو ننګونې له منځه وړي. ګڼ-ځايز، ګڼ-پيسيز، ګڼ-چاروال،ګڼ-کمپنو د وورو او ځايي کارونې لپاره جوړ او هم په ځنځريزتړاو ( بلاکچين) چمتو دى، دغه د تسديو مديريت سيسټم، د کمپيوټر، ويب، ځيرکو ټلېپونو او نورو وسيلو له لارې د نور وښيه...
لېوال اشياسافټ پښتو، دري، فارسي، اردو سيسټم د مايکروسافټ وينډوز د هرې ژبې بياسمون سره کار کوي، دا سيسټم په پخوانيو چليزو سيسټمونو کې لکه مايکروسافټ ډاس، وينډوز ٩٥ کې ليکل شويو لاسوندونو راوړلو او اړولو وړتيا لري.

لېوال اشياسافټ پښتو، دري، فارسي او اردو سيسټم د وينډوز لپاره د ملاتړ سيسټم دى چې د مايکروسافټ وينډوز، افس او نور پروګرامونه لکه ورډ، ايکسل، اکسس، پاورپاونټ، اوټلوک او اوټلوک اکسپرس او داسې نور پښتو، دري، فارسي او اردو ژبو کارول جوګه کوي.

پروګرامر او د ځانګړو پروګرامونو جوړونکي کولاى شي د لېوال اشياسافټ سيسټم چې سي++ او ويژول بېسک کې کار کوي پښتو، دري، فارسي او اردو ژبو ته ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي، او همدارنګه د مايکروسافټ افس لپاره ځانګړې اسانتياوې هم جوړولى شي.

نور وګورئ
لېوال ليکوال د کمپيوټري متن ځانکړى ليکاڼۍ پروګرام دى چې د کمپيوټر هغو پروګرامو کې په ځانګړې تګلاره او ليکبڼو يا پنټونو پښتو متن ننباسي چې په هغو کې پښتو نه ليکل کېږي. د ليکوال ځانګړنه داده چې هر هغه پروګرام چې رومي توري ليکلاى شي په هغه کې پښتو وردننه کولاى شئ. دغه پروګرام ډيزاين، خپرندويه ، رسنيو، ويډيو سموونکو او نورو ګراپيکي پروګرامو لپاره دى.

ليکوال پروګرام د ګراپيک پروګرامونو په ځانګړي ډول لکه پوټوشاپ، کورالډرا، ويډيويي سمون پروګرام پريمر، ټلويزيوني سرليکونو او بل هرډول پروګرام چې په هغه کې پښتو متن نشي ليکلاى، ليکوال اړوند پروګرام کې د پښتو متن ننويستلو لپاره کارکوي. پښتو سربېره دغه لېکوال دري، فارسي، اردو او نورې هغه ژبې چې په عربي ليکدود ليکل کېږي هم کارېږي.

دغه پروګرام په ١٣٧٥ز کال کې جوړ شوى، خرڅول او ملاتړ په ٢٠١٦ کال کې پاى ته رسيدلاى. د ځانګړو پروژو لپاره د ليکوال پروګرام د بيا چلند لپاره اړيکه وکړئ.
تړاو کاپي کاپي شو

د لېوال اى او اس ملاتړ ١٠ په ١٣٩١ کال کې راوايستل شو، لومړنى پوستغالى يا اپ وو چې پښتو ليکل ېې په اى او اس کې شوني کړل، بياسمون ١٫٠ پوستغالي کې پښتو ليکل کېده او د اړتيا سره سمه د اى او اس نورو برخو کې اچول کېده چې د لېوال اشياسافټ معياري ليکمن پر بنسټ جوړ وو. بياسمون ١٫١ د اى او اس ټول سيستم کې پښتو ليکل شوني کړل.

پښتو اى او اس کارونکي ډېر لږ وو ځکه پوستغالي د اى او اس د هټۍ غړيتوبونډې لګښت نه راويستلو له امله په ١٣٩٥ز کال کې بند شو
تړاو کاپي کاپي شو

لينکس پرانستى-کوډ او د لينکس کرنل پربنسټ چليز سيستم دى چې په ١٣٧٠ز کال کې راوايستل شو. لينکس د ويشونکو کڅوړو لکه يوبنټو، پيډور، کوبنټو، سنټواس او ډېرو نورو سره ويشل کېږي.

لېوال ليکنس ملاتړ ١٫٠ د پښتو او دري ژبې ليکبڼې او لينکس کې د پښتو ليکلو وړتيا درکوي چې د ايکس وينډوز سيسټم يا GUI کاروي، همدارنګه د ماى ايس کيو ايل يا ماريا ډي بي ډيټابېسونو لپاره د پښتو او دري په سمه توګه اوډون يا سورټ کولو وړتيا درکوي. که تاسو ته په خپله اداره کې د لينکس يا يونکس سيسټم لپاره پښتو او دري ملاتړ پکار وي نو له موږ سره اړيکه ونيسئ.
تړاو کاپي کاپي شو

لېوال قاموس او ژباړن د پښتو، دري او انګرېزي لپاره اسانتياوې لرونکى د ژبې د ژباړې يو سيسټم دى. دا داسې جوړ شوى چې په اسانۍ سره نورو ژبو ته هم اوړېدلى شي، له ډول ډول مستند قاموسونو څخه ډيجيټل کلمې او د ګڼو ژبو لپاره هممانيزونه لري. کارونکي کولاى شي کلمې وړانديز کړي او يا يې ژباړه وليکي چې قاموس لا غني شي.
د خيرخواهۍ، مالوماتو رسونې، په ټولنه کې د ډيجيټلي بېلوالي لرې کولو او ټولنې ته په لويه کچه خير رسولو په موخه د لېوال شرکت مشر ښاغلي نور رحمان لېوال د اشياټايپ تر سوداګريزې نوم لاندې په ١٩٨٩ کې ليکبڼې جوړلو پيل کړل. لومړنۍ جوړې شوې اشياټايپ سي جي اى او ټروټايپ ليکبڼې د لېوال ملاتړ سيسټم د ورډپرپکټ ٥.١ سره يوځاى وړاندې شوې. او بيا همدا ليکبڼې د لېوال سيسټم د وينډوز ٩٥، ٩٨، ميلينيم ته واوړېدلې او ب نور وښيه...
نور وسپړه
لېوال اشياسافټ پښتو، دري، فارسي او اردو سيسټم د وينډوز ٩٥ لپاره چې ٥ وري ١٣٧٧ کې بازار ته وړاندې شو. د لېوال پښتو، دري، فارسي او اردو ملاتړ سيسټم د ډاس پر بنسټ وينډوز او وينډوز-١٢٥٦ کوډ پېچ لپاره د پښتو ليکلو ځانګړتيا او ډېرې ځانګړې لېوال اشياټايپ ليکبڼې وړاندې کړې، دغه ملاتړ د عربي وينډوز ٩٥ سره کار کاوه.

وينډوز ٩٥ د مايکروسافټ شرکت لپاره يو سوداګريزه بريا وه او همدارنګه د لېوال شرکت لپاره هم. وينډوز ٩٥ په ټوله نړۍ کې د د ميزي کمپيوټرونو برخه وګرځېدله. وينډوز ٩٥ پسې وينډوز ٩٨، او ميلينيم بياسمون راغلل ، د دوى لپاره د لېوال پښتو، دري، فارسي او اردو ملاتړ پرلپسې جوړ شو.

د پښتو او اردو هغو ليکنو د اړولو لپاره چې په لېوال ملاتړ د وينډوز ٩٥ کې د ځانګړو تورو په مرسته ليکل شوې وې اړونکى د لېوال پښتو، دري، فارسي او اردو سيسټم د وينډوز ٢٠٠٠، ايکس پي، ٧، ٨ او ١٠ جوړ او د سيستم برخه دى.

دا د افغانستان د کمپيوټري چارو لپاره ترټولو ستره لاسته راوړنه او وياړ وو، چې دا ځل د کمپيوټر چليز سيستم ( اوپرټينګ سيستم) داسې چمتو شو چې په هره برخه کې يې د هېواد اړتياوې پوره کولې. په نړيواله کچه ډېرو ملتود خپلو حکومتونو، پوهنتونو او څېړنيزو مرکزنو په مرسته هلېځلې کولې چې د کمپيوټر چليز سيستم داسې بياسمون يا نسخه ولري چې ددوى د ژبو اړوند کمپيوټرې اړتياورې پوره کړي. ښاغلى نور رحمان لېوال چې پښتونخوا کې د مهاجر په ډول د رسمي کاروبار اجازه نه درلوده او نه يې له يې له کومې ادارې ملاتړ درلود، د وينډوز ٩٥ چليز سيستم د پښتو، دري او اردو ژبو د اړتياوو پوره کولو لپاره په لومړي ځل تر هرچا وړاندې رامنځته کړ په ګډون د ايران، پاکستان او د سيمې نورو هېواد چې نه و توانيدلې.
د وينډوز چليز سيستم چمتو کولو سره د کمپيوټر ډېر بنسټيز، شمېريز، ليکنيز، وړانيز، خپريز، بريښناليک، پروګرامونه جوړل او ډېرو نورو برخو پروګرامونه د پښتو، دري او اردو ژبو ليکلو جوګه کړل.
نور وګورئ
د لېوال اسياسافټ پښتوملاتړ په ١٣٧٢(١٩٩٤) کې د ورډپرپيکټ بياسمون ٥٫١ لپاره جوړ شو چې د هغه وخت ترټولو غوره ليکنيز يا ورډپروسيسنګ پروګرام ورډپرپيکټ ٥٫١ بياسمون يې ددې جوګه کړ چې پښتو توري ټايپ کړي، په ښودان يا مانيټور يې وښيي او په هره کچه چاپول يې شوني کړي. دغه پروګرام د پښتو ليکنو لپاره په ځايي او نړيواله کچه کاريده.

د اشياټايپ نوم سودګريزي نښې لاندې په لومړي ځل لېوال ٨ پښتو ټروټايپ ليکبڼې يا پنټونه پروګرام کړل چې په هره کچه د متن چاپلو سره يې د پښتو او دري ژبو لپاره په لومړي ځل انقلابي پرمختګ په افغانستان، پښتونخوا او نړيوال کچه منځ ته راوړ.
په هغه وخت کې به د لاسي ختاتي (خطاطي) په مرسته لسګونه پښتو کتابونه په ډېر کړاو چاپېدل، خو د مهاجرت په وخت کې له ډېرو کمو امکانانو سره لېوال وتوانېده کمپيوټر ددې جوګه ګړې چې پښتو وليکي. د لېوال پښتو کمپيوټري پروګرامونو رامنځه ته کړي چې خپرندويه ټولنې ددې جوګه کړې چې دغه شمېر زرګونو کتابونو ته ورسوي. د دانش خپرندويه ټولنې مشر اسد الله دانش وايي د لېوال پروګرامونو په مرسته " څو کاله مو د ورځې يو کتاب چاپ کړى په هغه کې دولس سوه مخه کتابونه هم شامل ول".
همدارنګه دغه پروګرام د افغاني ټولې هره برخه کې مرسته وکړه په ګډون د حکومتولۍ، زدکړو او کاروبار کې يې ستر پرمختګونه رامنځته کړل. ددغه لېوال اسياسافټ پښتوملاتړ د ورډپرپيکټ بياسمون ٥٫١ لپاره ژوند په ١٣٧٨کال کې پاى ته ورسيد. که تاسې په دغه پروګرام کې ليکنه لرئ د اړولو لپاره يې کولاى شئ موږ سره اړيکه وکړئ.
نور وګورئ
هرکله
سوداکول
تشرېح
ټولټال

کړنلار سمبال کړئ
توکي نشته
ورستاړ تولټال
0
لېږدول
ټولټال
0
کارولو وړتيا
 - پرمټ - 
محاسب کې جوړ شوى